د ایران ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110818-د_ایران_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2022 10:39 Asia/Kabul
  • د ایران ورځپاڼو ته  کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

په قزاقستان کښې د اوو (۷)ورځو له بلواو وروسته د دغه نولس (۱۹) میلیونه نفوس  لرونکي هیواد د کورنیو چارو وزارت وویل په ټول هیواد کښې حالات تر کنټرول لاندي دي او د بلواو مرکز « الماتې » ښار هم تر کنټرول لاندی دی .

د متحده عربي اماراتو د نیول شوي کشتۍ د ډیرو او د واضحو تصویرونو له خپریدا سره سره چې له وسلو او جنګي تجهیزاتو ډکه ده سعودي عربستان ادعا وکړه چې په دغه کشتۍ کښې د یمن د خلکو لپاره بشردوستانه مرستې بار وې .

د عراق د « عصائب اهل الحق » ډلې د سیاسي دفتر غړي «سعد السعدي »وویل هم د هیواد د مقاومت ډلې او هم سیاسي ډلې باوري دي چې امریکا د خبرو له لارې له هیواده نه وځي او د دغه مسلې یوازنۍ حل لاره زور ده .

وروسته له دې چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون وویل نیت لري له هغو کسانو سره چې د کورونا واکسینونه یې نه دي وهلي سخت چلند وکړي د واکسین په زرګونو مخالفانو په واټونو کښې مظاهرې وکړې چې د ولسمشر له چلند سره به مقابله وکړي .

په نایجریا کښې د یوه(۱) ولایت وسیدونکو وویل وسله والو ترهګرو او ورانکارو په خپلو پټنځایونو باندې د پوځ د هوايي حملو د غچ اخیستلو لپاره په اتو (۸) کلیو باندې بریدونو سره دوه سوه (۲۰۰) کسان ووژل .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګي ریابکوف» د ختیځ په لور د ناټو د پراخولو د موضوع په هکله د امنیتي ضمانتونو په موضوع سره د ماسکو او د واشنګټن ترمینځ د جینیوا د غونډې په درشل کښې وویل روسیه د امریکا دباو ته نه تسلیمیږي او هیڅ امتیاز نه ورکوي .

د صهیونیسټ رژیم« معاریو »ورځپاڼې د دغه رژیم د یوه (۱) تر ټولو جدي کړکیچ په توګه د اسرائیلو د رژیم په چیلنجونو باندې غور کولو سره لیکلي دي په بیړنیو شرایطو کښې د اسرائیلو د داخلي جبهې دړې وړې کیدل د پولیسو او د پوځ د دړې وړې کیدا په معنا دي .

د سوریې په الحسکه ولایت کښې موجودو ځايي سرچینو وویل د امریکا ترهګرو پوځیانو دوې ته د اړونده ملیشا ځواکونو په ملګرتیا سره د «رمیلان» سیمې  د تیلو په میدانونو کښې د تیلو یو چاڼ ځای جوړ کړی دی .

د جرمني د عدلیې وزیر مارکو بوشمان  د ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼې مدیرانو ته په وینا کښې خبرداری ورکړی که چیرې د دغه هیواد د کورنیو قوانینو خلاف ورزۍ ته دوام ورکړي میلیونونو یورو به جرمانه شي .

()

ګرانو ملګرو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهمو سر ټکو ته کتنه وکړو .

د اسرائیلو ګڼ چاپه ورځپاڼې « یدیوت اهارونوت» د صهیونیسټ رژیم پرضد په اینټرنیټي بریدونو د ایران په تورنولوسره وویل چې د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په وخت په صهیونیسټ رژیم سختې اینټرنیټي حملې شوي دي .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګي ریابکوف» د سویزرلینډ په جینیوا کښې د روسیې او د امریکا خبرو اترو په درشل کښې چې یوه (۱)ورځ وروسته کیږي وویل ماسکو دغو خبرو اترو ته هیڅ هیله نلري او ماسکو به د واشنګټن دباونو ته تسلیم نشي .

د انګلستان یوې(۱) ورځپاڼې په دې خبرې سره چې د یمن له حملو سره د مقابلې لپاره د سعودي عربستان د توغندیو سلاکوټونه خالي شوي دي ولیکل ال سعود د فارس خلیج له څو عربو هیوادونو غوښتي دي چې په پاټریاټ توغندیو باندې د  ریاض د سلاکوټ د نور سمبالولو لپاره له عربستان سره مرسته وکړي .

د عراق د نوي پارلمان لومړنۍ غونډه له درې (۳) میاشتې ځنډ وروسته پرون په داسې حال کښې وشوه چې د ځینو استازیو ترمینځ ژبنۍ شخړه وشوه او هغوې یوبل ووهل او د عراق د صدر ډلې ته اړونده  د «سرایا السلام » ډلې ځواکونه ناڅاپه د بغداد په ځینو سیمو کښې دیره شول .

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست «یرلان تورګو مبایف » وویل په ټول هیواد کښې حالات کراره دي او په ټولو سیمو کښې حالت عادي شوی دی .

د چین ولسمشر شي جین پینګ په یوه (۱) پیغام کښې وویل پیکینګ په قزاقستان  کښې د رنګي انقلاب او د ناکرارۍ د رامینځته کولو لپاره له هر ډول هڅې سره مخالف دی .

د فلسطین د ملي ازادۍ غواړي غورځنګ مشر زیاد الصغیر ټینګار وکړ امریکا او صهیونیسټي دښمن د قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس په ټرور سره د مقاومت د جبهې د کمزوري کولو هڅه کوله خو اپوټه دغه جبهه نوره هم قوي شوي ده .

د عراق په لسګونو زرو خلکو پرون په بصرې ښار کښې د شهید قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس د شهادت د دوهمې (۲) کلیزې په مناسبت ستره غونډه جوړه کړه .

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ټینګار  وکړ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په بڼه کښې به ناټو لاسوهنه ونکړي ځکه چې اوکراین د ناټو غړی نه دی .

د یمن حکومت وویل سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو له وسلو د ډکې  کشتۍ د نیولو د بدل اخیستلو لپاره د یمن دوې (۲) کشتۍ چې  مایع ګاز او تور تیل پکښې بار وو وتښتولې .