امیر عبداللهیان:
د عمان او ایران اړیکې پایداره دي
Jan 10, 2022 12:42 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په خپل سفر کې د دواړو هیوادونو اړیکې مضبوطې او د سیمي او ګاونډیو سره د اړیکو پراختیا د ایران اساسي سیاست بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» عمان ته د خپل سفر پر مهال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د فارس خلیج د سیمي له هیوادونو سره د ښو اړیکو د جوړولو هلي ځلي کوي تر څو سیمه ایزي ملګرتیاوې پیاوړي شي.
امیر عبداللهیان زیاته کړه چي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د نړیوالو اړیکو او مسالو په هکله سلامشورې وکړي.
هغه د څلور اړخیزي ترانزیټي موافقې په هکله چي د ایران، عمان، ترکمنستان او ازبکستان له لوري لاسلیک شوې وه، وویل: په دې زمینه کې به د اړینو همکاریو په هکله خبري اتري وکړو.
ټیګونه