ايران سمارټ جنګي ګولۍ جوړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110858-ايران_سمارټ_جنګي_ګولۍ_جوړې_کړې
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د زمکني ځواک قوماندان د فوځ لخوا د سمارټ سېسټم لرونکو جنګي ګوليو د جوړېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 11, 2022 11:16 Asia/Kabul
  • ايران سمارټ جنګي ګولۍ جوړې کړې

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د زمکني ځواک قوماندان د فوځ لخوا د سمارټ سېسټم لرونکو جنګي ګوليو د جوړېدو خبر ورکړ.

د فوځ د تعلقات عامه د رپوټ له مخې د فوځ د زمکني ځواک قوماندان جنرل کيومَرث حېدري د دې په بيانولو سره چې توانمن انساني ځواک ته پاملرنه د فوځي يونټونو په سطح کښې د تحرک او کانده توب سبب کيږي وويل: په زغره وال، توپخانې او هيلي کاپټر په ډګرونو  مو سمارټ جنګي ګولۍ جوړولو ته لاسرسائي پېدا کړه.

جنرل کيومَرث حېدري زياته کړه: د پُرزو د توليد په زمينه کښې مود  شهيد زرهرن نومې کارخانې او او د هيلي کاپټرو د کېفيت د سطحې د ودې په ډګر کښې مو د يا علي نومې صنائع په کار واچولې چې نن په حقيقي معنو کښې په زغره والې، توپخانې او هېلي کاپټرو په زمينه کښې د خودکفائۍ کتونکي يوو.

د فوځ د زمکني خواک قوماندان همدارنګ وويل: د فوځ په زمکنيو ځواکونو کښې د قوماندانۍ اصول په دريو ستنو يعنې ولايتمدارۍ، عدالت محورۍ، غوره سالارۍ باندې ولاړ دي.