د ایران په جنوب ختیځ کې محمد رسول الله(س)مانوره ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110960-د_ایران_په_جنوب_ختیځ_کې_محمد_رسول_الله(س)مانوره_ترسره_شوه
دغه مانوره،د توغندوي،توپونو، ډرونز ،چورلکو ، زغرګاډو  او ځینو نورو تجهیزاتو پشمول  دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقدس غونډ دمختلفو عملیاتي کنډکونو  په پوځي او مخه نیونکي مرحلې کې په بریالیتوب سره  اجرا شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2022 10:35 Asia/Kabul
  • د ایران په جنوب ختیځ کې محمد رسول الله(س)مانوره ترسره شوه

دغه مانوره،د توغندوي،توپونو، ډرونز ،چورلکو ، زغرګاډو  او ځینو نورو تجهیزاتو پشمول  دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقدس غونډ دمختلفو عملیاتي کنډکونو  په پوځي او مخه نیونکي مرحلې کې په بریالیتوب سره  اجرا شوه.

زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د مځکني ځواک د قدس غونډ د محمد رسول الله په عنوان سره  ترټولو ستره مشترکه او ترکیبي   مانوره د ایران په جنوب ختیځ سیمې کې ترسره شوه .

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور ووئیل،دغه مانوره د ایران په جنوب ختیځ سیستان  وبلوچستان  ولایت کې د قدس غونډ په وسیله  د جغرافیائي  او عملیاتي چورلیزتوب سره په دوو مرحلو کې یعني د  پوځي جنګي او د عامو خلکو په ملګرتیاسره په ترکیبي توګه ترسره شوه .

Image Caption

 

سردار پاکپور زیاته کړې ،دغه مانوره،د توغندوي،توپونو، ډرونز ،چورلکو ، زغرګاډو  او ځینو نورو تجهیزاتو پشمول  دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقدس غونډ دمختلفو عملیاتي کنډکونو  په پوځي او مخه نیونکي مرحلې کې په بریالیتوب سره  اجرا شوه.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دمځکني ځوا ک قوماندان  په دوام کې ووئيل ، په ښونځیو د قوماندانانو دشتون، د کلتوري ، معیشتي  او سپورټي  زرګونو پيکیجونوویشل او د سلګونواساسی شیانو او جهیزیوویشل ، او همداراز د خدماتي  او عمراني فعالیتونو اجرا ددغې مانورې د  ولسی ملګرتیا او په غیر پوځي برخې کې ترسره شوي تر ټولو مهم پروګرامونه  دي .