د ایران په جنوب ختیځ کې محمد رسول الله(س)مانوره ترسره شوه
دغه مانوره،د توغندوي،توپونو، ډرونز ،چورلکو ، زغرګاډو او ځینو نورو تجهیزاتو پشمول دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقدس غونډ دمختلفو عملیاتي کنډکونو په پوځي او مخه نیونکي مرحلې کې په بریالیتوب سره اجرا شوه.
زمونږخبریال راپور راکړ ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د مځکني ځواک د قدس غونډ د محمد رسول الله په عنوان سره ترټولو ستره مشترکه او ترکیبي مانوره د ایران په جنوب ختیځ سیمې کې ترسره شوه .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور ووئیل،دغه مانوره د ایران په جنوب ختیځ سیستان وبلوچستان ولایت کې د قدس غونډ په وسیله د جغرافیائي او عملیاتي چورلیزتوب سره په دوو مرحلو کې یعني د پوځي جنګي او د عامو خلکو په ملګرتیاسره په ترکیبي توګه ترسره شوه .
سردار پاکپور زیاته کړې ،دغه مانوره،د توغندوي،توپونو، ډرونز ،چورلکو ، زغرګاډو او ځینو نورو تجهیزاتو پشمول دسپاه پاسدارانو دمځکني ځواک دقدس غونډ دمختلفو عملیاتي کنډکونو په پوځي او مخه نیونکي مرحلې کې په بریالیتوب سره اجرا شوه.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دمځکني ځوا ک قوماندان په دوام کې ووئيل ، په ښونځیو د قوماندانانو دشتون، د کلتوري ، معیشتي او سپورټي زرګونو پيکیجونوویشل او د سلګونواساسی شیانو او جهیزیوویشل ، او همداراز د خدماتي او عمراني فعالیتونو اجرا ددغې مانورې د ولسی ملګرتیا او په غیر پوځي برخې کې ترسره شوي تر ټولو مهم پروګرامونه دي .