ایران افغانستان ته د ډيزلو دټرانزیټ  مجوز صادر کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111448-ایران_افغانستان_ته_د_ډيزلو_دټرانزیټ_مجوز_صادر_کړ
  د ایران اسلامی جمهوریت،په افغانستان کې د سیاسی نوي پړاؤپه رامینځة کیدا سره تل  ددغه هیواد د ولس لپاره خپل انسان دوستۍ مرستې لیږدولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2022 12:21 Asia/Kabul
  • ایران افغانستان ته د ډيزلو دټرانزیټ  مجوز صادر کړ

  د ایران اسلامی جمهوریت،په افغانستان کې د سیاسی نوي پړاؤپه رامینځة کیدا سره تل  ددغه هیواد د ولس لپاره خپل انسان دوستۍ مرستې لیږدولي دي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ،دافغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پخپل یوه پیغام کې  ووئیل ، د افغانستان د خلکو د اړتیاؤ د تامینولو لپاره د درو میاشتو لپاره دغه هیواد ته د ډيزلو دټرانزیټ مجوز صادر شوی دی .

  هغه پخپل دغه پیغام کې  افغانستان ته د ډيزلو د ټرانزیټ د مجوز صادریدا په باب زیاته کړې ،  ، په ژمني کې د افغانانو  اړتیاوې زیاتیږی، چې ددغو اړتیاؤ د تامینولو لپاره  او د ایران له اسلامی جمهوریته  د دغه هیواد د چارواکو  غوښتنې ته په پام سره ، د درو میاشتو لپاره د ایران له حدودو  افغانتسان ته د ډیزلو  دټرانزیټ  مجوز  صادرشو .

  د ایران اسلامی جمهوریت،په افغانستان کې د سیاسی نوي پړاؤپه رامینځة کیدا سره تل  ددغه هیواد د ولس لپاره خپل انسان دوستۍ مرستې لیږدولي دي .