پوچ ګواښونه د بریتانیا مسئولیت نه کموي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111600-پوچ_ګواښونه_د_بریتانیا_مسئولیت_نه_کموي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا د ویانا د خبرو اترو احتمالي بندون ته د رسیدا په هکله د بریتانیا د خارجه وزیرې «لیز ټراس» بې بنسټه او غیر مسولانه څرګندونو ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 27, 2022 04:25 Asia/Kabul
  • پوچ ګواښونه د بریتانیا مسئولیت نه کموي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا د ویانا د خبرو اترو احتمالي بندون ته د رسیدا په هکله د بریتانیا د خارجه وزیرې «لیز ټراس» بې بنسټه او غیر مسولانه څرګندونو ته غبرګون وښود .

هغه د بریتانیا د خارجه وزیرې لیز ټراس د وړمه ورځې څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې دي ایران په ویانا کښې د خبرو اترو د احتمالي بندون ته د رسیدا مسول دی او په دې بڼه کښې ټولې لارې په میز پرتې دي وویل دغه بې بنسټه او غیر مسولانه څرګندونې د امریکا له غیر انساني او غیر قانوني بایکاټونو سره د ملګرتیا کولو او د کلونو کلونو عمل نه کولو او د بل هیواد د ګرم ښودلو لپاره د بریتانیا او د ځینو لویدیځو هیوادونو چټي هڅې دې .

خطیب زاده په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له پوچو ګواښونو او کمزورو ټکو څخه استفاده د اټومي تړون په خلاف ورزۍ کولو کښې د بریتانیا حقوقي او اخلاقي مسولیت نه کموي زیاته کړه پوچ ګواښونه البته یوې(۱) کیفیت لرونکي ، پایداره او د تکیې وړ موافقې ته چې یوډول د ایران د خلکو ګټې تامین کړي د رسیدا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې کښې هیڅ خنډ نه رامینځته کوي .

هغه وویل هماغه ډول چې په ځلونو ویل شوي دي یوازې د ایران سټراټيژیک صبر دی چې په دې پړاو کښې یې د خبرو د ترسره کولو لپاره شرایط برابر کړي دي خو روښانه ده چې دغه کړکی تل خلاص نه وي .

د ایران اسلامي جمهوریت د مسولیت منونکي هیواد په توګه تل ویلي دي دې ته په پام سره چې دا امریکا وه چې د اټومي تړون خلاف ورزۍ یې کړي ده او دا واشنګټن دی چې د تهران پرضد د بندیزونو په ختمولوسره اټومي موافقې ته بیرته ورستنه شي او  ضروري دي چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو حقیقت معلوم شي .