د ویانا په  مذاکراتو کې یوه اوونۍ وقفه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111694-د_ویانا_په_مذاکراتو_کې_یوه_اوونۍ_وقفه
په ویانا کې د ۱+۴ ډلي هیوادونو او د ایران مذاکراتي پلاو په خبرو اترو کې د یوې اوونۍ وقفې لپاره  پریکړه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2022 02:57 Asia/Kabul
  • د ویانا په  مذاکراتو کې یوه اوونۍ وقفه

په ویانا کې د ۱+۴ ډلي هیوادونو او د ایران مذاکراتي پلاو په خبرو اترو کې د یوې اوونۍ وقفې لپاره  پریکړه کړې.

په ویانا کې د ایران او جرمني، فرانسې، روسیې او چین مذاکراتي پلاو او د اروپایي اتحادیې استازی په مذاکراتو کې د یوې اوونۍ د وقفې د راوستلو پرېکړه کړې .

ټاکل شوې چي په ویانا کې مذاکراتي پلاوې د سلامشورو په موخه خپلو هیوادونو ته راستانه شي او یوه اوونۍ وروسته مذاکرات له سره پیل کړي.

د ایران او ۱+۴ ډلي د هیوادونو تر مینځ د ایټمي مسالې او د بندیزونو د ختمېدو په هکله د مذاکراتو اتم پړاو د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډیسمبر میاشته کې پیل شوی چي تر دې دمه یې ځینې پرمختګونه هم درلودلی دی.

د بندیزونو د لیري کېدو رېښتیا ازموینې او ضمانتونه هغه مسایل دي چي ایران پر ټینګار کوي.