ډالر د ایران او روسیې له مبادلاتو حذفیږي
د ایران او روسیې د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر د دواړو هیوادونو له سوداګري راکړو ورکړو څخه د ډالر د ختمیدو خبر ورکړ
اقتصاد آنلاین نن خبر ورکړی چې ابراهیم رضايي روسیې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: په دې سفر کښې د ایران د تیلو او ګیس د میدانونو د پراختیا لپاره د انرجۍ د برخې او له تجارتي راکړو ورکړو څخه د ډالر د حذفولو او د سلطې د ختمولو او هم داشان د ټرانسپورټ په شمول مختلفو برخو کښې ښې موافقې وشوې.
ښاغلي رضايي په دې خبرې سره چې د ایران او روسیې ولسمشران باوري دي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګري او اقتصادي مبادلاتو اوسنې حالت رضات بخښونکی نه دی او باید ترقي وکړي، زیاته کړه: دم ګړۍ د ایران او روسیې ترمینځ د سوداګري اړیکو اندازه تقریباً ۴ میلیارډ ډالره ده چې په وړومبي ګام کښې باید دغه اندازه ۱۰ میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
د ایران او روسیې د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر هم داشان د دواړو هیوادونو ترمینځ ښې موافقې، د بندیزونو د بې اغیزې کیدو په لړ کښې ګټه ورې وبللې.