ایران په عمل کښې د افغانستان له ښاریزو سره مرستې کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي وویل د ایران اسلامي جمهوریت له تبلیغاتو زیات د عمل په میدان کښې د افغانستان له ښاریزو سره مرستې کړي دي .
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي په ایران کښې د ملګروملتونو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ د استازندویه دفتر له مشر «ایو فریسن» سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د کډوالو زیات شمیر ته په پام سره د ایران اسلامي جمهوریت ته ورکړل شوي مرستې ډیرې کمې دي وویل په تر ټولو کمو نړیوالو ملاتړونو او له بلې خوا د کورونا ویروس او د بایکاټ له شرایطو سره سره د ایران لخوا د افغانستان د ښاریزو میلمستیا په ښه ډول دوام لري او په همدې لړ کښې د ولسمشر ابراهیم رئیسي په حکم په ایران کښې د افغانستان ټولو هستوګنه ښاریزو ته په مفت ډول د کورونا واکسینونه وهل کیږي .
د ایران دکورنیو چارو د وزیر مرستیال مجیدمیر احمدي دغه راز د ایران په ښوونځيو کښې د افغانستان د کابو درې لکه (۳۰۰۰۰) زده کونکو په مفت ډول درس ویلو ته په اشارې سره وویل د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په ټینګار سره د افغانستان د ښاریزو د زده کړې بهیر د ایران د زده کونکو په شان په مناسب ډول د ترسره کیدا په حال کښې دی او دغه ټول اقدامات یوازې د ورورګلوۍ او انساني هدفونو سره ترسره کیږي .
میر احمدي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت څه د پاسه څلویښت (۴۰) کاله د افغانستان د کډوالو هرکلی کړی دی وویل د څلویښت (۴۰۰۰۰۰) لکه قانوني او د غیر قانوني کډوالو چې د سیمې د ځینو هیوادونو د نفوسو په اندازه دي کوربه توب کول سخت کار دی او په دې برخه کښې د ټولو نړیوالو ارګانونو او د هیوادونو جدي ملاتړونو ته ضرورت لري .
په ایران کښې د ملګروملتونو د کډوالو د لوړې کمشنرۍ د استازندویه دفتر مشر «ایو فریسن »هم په دې خبرې سره چې له کډوالو په ملاتړ کښې ظالمانه بایکاټونو ته په پام سره د ایران له مشکلاتو او سختیاتو خبر دی وویل د کډوالو په حوزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د نړیوالو ملاتړونو او کریډټونو د زیاتولو هڅه کوي .