د نړیوال کپ په کوالیفاینګ سیالیو کښې،
د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې د بریاؤ لړۍ روانه ده
په قطر کښې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د کوالیفاینګ سیالیو په دوام کښې د ایران ملي لوبډلې بیګا له متحده عرب اماراتو نه هم لوبه وګټله
په قطر کښې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د کوالیفاینګ سیالیو په دوام کښې د ایران ملي لوبډلې بیګا له متحده عرب اماراتو نه هم لوبه وګټله
د فوټبال د راتلونکي نړیوال کپ سیالیو ته د رسیدو لپاره د وارمخکښې یا کوالیفاینګ مرحلې په سیالیو کښې تیر ماښام د ایران او اماراتو د ملي ټیمونو ترمینځ سیالي وشوه. دغه لوبه د تهران په آزادۍ لوبغالي کښې وشوه چې د ایران د تکړه لوبغاړي مهدي طارمي په یوازني ګول سره بریا د ایران په نوم شوه.
د ایران ملي لوبډله په دې بریا او په ۲۲ پواینټونو سره د خپلې ډلې په سر کښې ده او تراوسه یې هیڅ لوبه نه ده بایللې.
د ویلو ده چې د ایران ملي ټیم له دې مخکښې له عراق څخه د خپلې سیالۍ په ګټلو سره په قطر کښې د ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ ته رسیدلی و.