ولسمشر رئيسي:
ولس ته د امام خمېني (رح) نظر تشريفاتي نه ؤ
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ولس ته د امام خمېني (رح) نظر تشريفاتي نه ؤ بلکه هغۀ د خلقو په قوت او مشارکت باور لرۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي نن د امام خمېني (رح) او د اسلامي انقلاب د شهيدانو له آرمانونو سره د کابينې د ميثاق په مراسمو کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي سيرت او سلوک خلقو ته توجه، په خداے پاک باندې توکل اوله ځان سره د ولس يوځاے کول، د پېړۍ د ستر مصلح د بدلون رامنځته کېدو دوه بنيادي اصول وو.
هغه تاکيد وکړ، امام خمېني (رح) د خلقو په قوت او د هغوي په مشارکت باور لرۀ خو د نړۍ سياستوالان خلقوته په عمل کښې څه پاملرنه نه کوي. د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ولس ته پاملرنه ګډې جلوې لرلې دي او اوس هم لري وويل: هر ځاے کښې چې کاميابي حاصله شوه خلق په مېدان کښې موجود وو.
ولسمشر رئيسي په دې باندې په تاکيد سره چې خلقو تل د انقلاب په ډګرونو کښې شتون لرۀ زياته کړه، د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته خلقو ته د ايران د ټولو حکومتونو پاملرنه يو اصل دے.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسشر سيد براهيم رئيسي او د کابينې غړيو نن د امام خمېني (رح) مرقد کښې په حاضرېدو، د ګلونو د ګېډۍ په اېښود او فاتحې په لوستلو سره د امام خمېني (رڅ له ارمانونوسره يو ځل بيا بيعت تازه کړ.