امریکې سره د ایران د غېږ ایستلو سیالی لغوه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111932-امریکې_سره_د_ایران_د_غېږ_ایستلو_سیالی_لغوه_شوې
د ایران د غېږ ایستلو د فډراسیون مشر وویل: د ایران او د امریکې د غېږ سیالی به تر سره نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2022 10:21 Asia/Kabul
  • امریکې سره د ایران د غېږ ایستلو سیالی لغوه شوې

د ایران د غېږ ایستلو د فډراسیون مشر وویل: د ایران او د امریکې د غېږ سیالی به تر سره نه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د غېږ ایستلو د فډراسیون مشر «علیرضا دبیر» په یو لیک کې د امریکې د غېږ ایستلو د فډراسیون مشر «بوروس بومګارتنر» ته وویل چي د امریکې له لوري د ایراني ټیم غړو ته د وېزو د نه ورکړي د امله به امریکې سره د ایران د غېږ ایستلو سیالی لغوه شي.

د لیک په دوام کې راغلې: د ایران د اسلامي جمهوریت د غېږ ایستلو ملي ټیم ۶ غړو ته د وېزو د نه ورکړي د امله، امریکې په دوستانه سیالیو کې د ګډون امکان نه و، د امریکې د چارواکو له لوري د وېزې د وروکولو نه پرهېز په داسي حال کې دی چي ایرانی ټیم د وېزو د تر لاسه کولو ټولی قانوني چارې تر سره کړي وې.

ټاکل شوې وه چي د ایران او د امریکې تر مینځ دوستانه سیالی د روان میاشتې په ۲۳ د ټګزاس په ارلینګټون کې تر سره شوې وای.