اسلامي انقلاب د عاشورې او غدير په شان نه ختمېدونکې ذخيره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111970-اسلامي_انقلاب_د_عاشورې_او_غدير_په_شان_نه_ختمېدونکې_ذخيره_ده
د تهران د جمعې د نمانځه خطيب وويل؛ اسلامي انقلاب د عاشورې او غدير په شان نه ختمېدونکې ذخبري ه او پکار دے له دغې نه ختمېدونکې ذخېرې څخه استفاده اوشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2022 12:44 Asia/Kabul
  •  اسلامي انقلاب د عاشورې او غدير په شان نه ختمېدونکې ذخيره ده

د تهران د جمعې د نمانځه خطيب وويل؛ اسلامي انقلاب د عاشورې او غدير په شان نه ختمېدونکې ذخبري ه او پکار دے له دغې نه ختمېدونکې ذخېرې څخه استفاده اوشي.

حجت الاسلام کاظم صديقي نن د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د درې څلوېښتمې کليزې او د سباؤن د لسيزې په نمانځنې سره وويل، د ايران بريالي ولس هر کال پکار دے د اسلامي انقلاب د کاميابۍ جشن تکرار کړي او دغه فکري بهير او دغه ژور تاريخي انقلاب د راتلونکو نسلونو لپاره تبليغ کړي.

حجت الاسلام صديقي اسلامي انقلاب يو بې مثاله انقلاب وبلۀ او وې ويل، د ايران اسلامي انقلاب په نړۍ باندې تاثير وکړ، تاريخ يې بدل کړ، په نړيوالو تعلقاتو کښې يې بدلون رامنځته کړ او د عدل او انصاف د قبلول لپاره د نړۍ د چمتووالي لپاره يې يوه نوې لار وړاندې کړې ده.

د تهران د جُمعې موقته امام د دې په بيانولو سره چې د اسلامي انقلاب محور يو انقلابي، فقيه ، حکيم ، ځان اصلاح کؤنکي او تزکيه نفس کؤنکي شخصيت بنياد کېښود وويل، هغه ګرم نفس چې د امام خمېني (رح) د ايمان له ژورتي څخه رامنځته کېدۀ حوزې يې بدلې کړې او خلقو خپل ورک شوے ګوهر بيا موندۀ او د هغه تربېرغ لاندې روان شول.

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب واضحه کړه، د امام خمېني (رح) انقلاب يو مکتبي انقلاب ؤ او خپل بنياد يې د بشر د بدلون او د خداے پاک لوري ته د دغې قافلې د حرکت کولو په ستنو کېښود