د ایران ایټمي سوله ایز پروګرام له بندیزونو معاف شوی
یو امریکایي چارواکی د ایران د ایټمي سوله ایز په پروګرام باندې د لګول شویو بندیزونو د معافیت خبر ورکړ.
په ایران باندې د امریکې له لوري د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو اتم پړاو د تېر میلادي کال په ډیسمبر میاشته کې پیل شوی او مذاکره کوونکي د مسودې په برابرولو لګیا دي. د بندیزونو لیري کېدا او اجرایي ضمانتونه چي ایران ټینګار په کوي د ویانا د مذاکراتو د بهیر دوې مهمي ټکي بلل کیږي.
اسوشیتید پرس په یو راپور کې ولیکل: په داسي حال کې چي امریکایي پلاوی په ویانا کې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره تیاری نیسي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ایران د ایټمي سوله ایزو فعالیتونو پوري د یو شمېر اړوندو بندیزونو د معافیت سند لاسلیک کړ.
راپور کې راغلې چي یاد معافیتونه برجام ایټمي موافقې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د راستنېدو په لړ کې اعلان شوي دي.
د یادو معافیتونو په اعلانېدو سره، روسي، چینایي او اروپایي شرکتونه چي د ایران له سوله ایز ایټمي پروګرام سره همکارۍ کولې، د امریکې د بندیزونو څخه د اندېښنې پرته ایران سره خپلو همکاریو ته دوام ورکولایشي.
خو له بلي خوا بیا د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکی ادعا وکړه چي یاد معافیت باید برجام ته د امریکې د بیرته استنېدو لپاره، ایران سره د یوې موافقې د تر لاسه کېدو په لړ کې سیګنال نه وبلل شي.