د افغانستان د برېښنا په توليد کښې د ايران پانګونه
Feb 07, 2022 09:53 Asia/Kabul
د ايران د برېښناکوټونو د پروژو د غږملتيا مشر په افغانستان کښې له کوئلې څخه د برېښنا په توليد کښې د پانګونې لپاره د ايران د چمتوالي خبر ورکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې مجيد شيرزي له ملا عبداللطيف منصور سره په کتنه کښې د انرجۍ د توليد په منصوبو کښې د تهران او کابل په ملګرتيا تاکيدوکړ.
عبداللطيف منصور هم په افغانستان کښې د انرجۍ په توليد او پراختيا کښې د ايران د پانګونې قدرونه وکړه.
دواړو خواو په دغه ناسته کښې د انرجۍ د توليد په برخه کښې د ايران او افغانستان د چارواکو ترمېنځ د غوندو د جوړول په دوام تاکيد وکړ.
ټیګونه