د ایران په ضد دټرمپ د سیاستونو دوام لیونتوب دی 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112148-د_ایران_په_ضد_دټرمپ_د_سیاستونو_دوام_لیونتوب_دی
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړیکو دکمیشن یوه مسئول مقام کریس مورفي  ددې خبرې په کولو سره چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلو ورسوته د  ایران په ضد اعمل شوي بندیزونه ،په شرمونکي انداز سره بې اغیزې دي ، د تهران په ضد ئې د امریکا د پخواني حکومت دسیاست دوام لیونتوب وبالۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2022 09:50 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دټرمپ د سیاستونو دوام لیونتوب دی 

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړیکو دکمیشن یوه مسئول مقام کریس مورفي  ددې خبرې په کولو سره چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلو ورسوته د  ایران په ضد اعمل شوي بندیزونه ،په شرمونکي انداز سره بې اغیزې دي ، د تهران په ضد ئې د امریکا د پخواني حکومت دسیاست دوام لیونتوب وبالۀ.

فارس خبري آژانس راپورورکړ، سناتور کریس مورفي  بیګا په یوه هغه یاددښت کې چې په ټایم خپرونې  خبری سایټ کې خپور شوی ،  لیکلی دي ،د ایران په موضوع کې د ټرمپ ناکامیو ، دجوزف بایډن لپاره له موافقې پرته بل هیڅ نه دي پریښودلي .

 دغه امریکائي سناتور په دغې مقالې کې یادونه کړې ده ، ټرمپ د خپلو سلاکارونو له سپارښتونو سره سره ،  امریکا  له جامعې نړیوالې ایټمي موفاقې وویستله ، هغه هم په داسې شرائطو کې  چې ایران خپلو ژمنو ته پابنده ؤ، د خپل ایټمي پروګرام زیاتره برخه ئې محدوده کړې وه او  پلټونکو ته ئې د ورتلو اجازت هم ورکړی ؤ . کریس مورفي  پخپل یاددښت کې دغه راز په ویانا کې  روانو ایټمي خبرواترو ته په اشارې سره  لیکلی دي ، د جوزف بایډن حکومت  هڅه کړې ، ایران دخبرواترو میز ته وکاږي ، خو  ایران له دې وروسته چې امریکا ناڅاپه ناغیړي وکړه ، نو  اوس خبرواترو ته څه خاص ګروهنه نه لري . د څه دپاسه یوکال پورې  هماغه شان د  ایران په وړانډې د ټرمپ د سیاست  پخپل ځاي پاتیکیدا نور لیونتوب دی ، پر دې اساس اوس وخت رارسیدلی دی چې د بایډن مرکچي ټیم  په هوښیارو امتیازونو سره ، البته  ضروری  امتیازونه   حتما ورکړي څو د اوباما  د ایټمي موافقې  مادې بیرته اجرا شي .

د جوزف بایډن حکومت تر دې د مه په کرتو  د زیاتره دباؤ په نامې سره  دهغه  سیاست  ناکامیو ته چې د امریکا تیر کرغیړن حکومت  دا یران په ضد کارولي ، اعتراف کړی دی ، خو  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته  دامریکا د بیرته ستنولو لپاره  لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې تر دې دمه ناکام دی .