دښمن د مقاومت محاذ ته د زيان رسولو په لټه کښې دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112180-دښمن_د_مقاومت_محاذ_ته_د_زيان_رسولو_په_لټه_کښې_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د لوے درستيزوالۍ د کلتوري او دفاعي تبليغاتو مرستيال وويل: دښمن اسلامي انقلاب او د مقاومت محاذ ته د زيان رسولو کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2022 12:46 Asia/Kabul
  •  دښمن د مقاومت محاذ ته د زيان رسولو په لټه کښې دے

د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو د لوے درستيزوالۍ د کلتوري او دفاعي تبليغاتو مرستيال وويل: دښمن اسلامي انقلاب او د مقاومت محاذ ته د زيان رسولو کوشش کوي.

د فوځي د عمومي تعلقاتو د دفتر د رپوټ له مخې جنرل ابوالفضل شکارچي د دې په بيانولو سره چې اسلامي انقلاب يو ترټولو لوے الهي نعمت دے وويل: د ايران په خلاف اقتصادي بنديزونه او د فوځي او دفاعي وسائلو د پوره کېدو بنديزونه رامنځته کړې شوي دي او دښمنان د اسلامي انقلاب د مقدس نظام د راپرزولو لپاره يوځاے شوي دي.

هغه زياته کړه که نن د ايران اسلامي جمهوري مقدس نظام په سيمه او نړۍ کښې سرلوړۍ، عزت او وياړ ته رسېدلے دے د شهيدانو د وينې او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د هوشمندانه رهبرۍ په برکت دي.