د ائرلېنډ جمهوريت خارجه وزير نن تهران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112212-د_ائرلېنډ_جمهوريت_خارجه_وزير_نن_تهران_ته_راځي
دائرلېنډ جمهوريت خارجه وزيء سائمون کاوېني نن د يو ډېپلومېټ پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • د ائرلېنډ جمهوريت خارجه وزير نن تهران ته راځي

دائرلېنډ جمهوريت خارجه وزيء سائمون کاوېني نن د يو ډېپلومېټ پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کوي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ائرلېنډ جمهوريت خارجه وزير د خپل دغه سفر په دوران کښې ټاکل شوې ده له خپل ايران همرتبه حسېن امير عبداللهيان سره د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت په ځاے کښې کتنه او صلاح مشورې وکړي.

امير عبداللهيان او سائمون کاويني په تېر ستمبر کښې په نيويارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د شپږاويايمې غونډې ترڅنګه له يو بل سره کتنه او د دوو اړخيزو ملګرتياو، د برجام د شرائطو او همدارنګ د افغانستان د حالاتو په باره کښې صلاح مشورې کړې وې.

د ائرلېنډ خارجه وزير په دغه کتنه کښې ويلي وو، په تهران کښې د دغه هېواد د سفارت د پرانېستل کېدو وروستي مراحل د ترسره کېدو په حال کښې دي.

پرون په تهران کښې د ائرلېنډ جمهوريت اېکريډېټډ سفيرې مېرمن سائنا مېک ګېنس خپل باور ليک د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير ته وړاندې کړ.