د ویانا په مذاکراتو کې د لوېدیځ ځواب ته په تمه یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112240-د_ویانا_په_مذاکراتو_کې_د_لوېدیځ_ځواب_ته_په_تمه_یو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په ویانا کې په مذاکراتو کې هیڅ ډول بندون نه دی رامینځ ته شوي بلکې مونږ د لوېدیځ لوري ځواب ته منتظر یو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2022 10:34 Asia/Kabul
  • د ویانا په مذاکراتو کې د لوېدیځ ځواب ته په تمه یو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په ویانا کې په مذاکراتو کې هیڅ ډول بندون نه دی رامینځ ته شوي بلکې مونږ د لوېدیځ لوري ځواب ته منتظر یو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د ویانا د مذاکراتو د بهیر په اړه وویل: د پاته موضوعاتو په اړه خبري اترې رواني دي او هر څومره چي د امریکې او د اروپایي هیوادونو اراده مضبوطه شي، د موافقې د تر لاسه کېدو امکان زیاتیږي.

هغه زیاته کړه: که اروپایي لوري او امریکا د برجام د نړیوالي ایټمي موافقې په چوکاټ کې د ایران وړاندیزونو ته ځواب ووایي او د ایران د خلګو منطقي حقوق رعایت کړي تر ټاکل شوې نیټې مخکې هم د موافقې د لاسلیک امکان شتون لري.

په ایران باندې د امریکې له لوري د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو اتم پړاو د تېر میلادي کال په ډیسمبر میاشته کې پیل شوی او د بندیزونو لیري کېدا او اجرایي ضمانتونه د ویانا د مذاکراتو د بهیر مهمي ټکي دي چي ایران تاکید په کوي

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د غیرقانوني وتلو وروسته یو کال په خپلو ژمنو ولاړ پاتي شو خو اروپایي هیوادونو د ایران د زیانونو د جبرانولو په ځای تشي ژمنې کولې او په غیرقانوني بندیزونو کې یې له امریکې سره ملګرتیا ته دوام ورکاوه.

اوس هم د لوېدیځو هیوادونو مذاکره کوونکي ټیمونه په ویانا کې د بندیزونو د ختمېدو په مذاکراتو کې د ایران د منطقي غوښتنو په وړاندې هیڅ ځواب نه لري.