د ایران او د انګلستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران او د بریتانیا د باندنیو چارو وزیرانو په اټومي خبرو کښې د دواړو هیوادونو د دریځونو په هکله غور وکړ .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د بریتانیې خارجه وزیرې لیز ټراس په ټيلي فوني تماس کښې په ویانا کښې د خبرو اترو د بهیر په هکله د دوه اړخیزه اړیکو د حالت په هکله خبرې وکړې .
حسین امیر عبداللهیان په دغو خبرو کښې د ویانا د خبرو اترو حساس او مهم پړاو نږدې کیدا ته په اشارې سره له ایران سره د مرکچي لورو د مسوولیت منلو او د جدیت پرضرورت ټینګار وکړ او د خبرو اترو دغه پړاو ته رسیدل یې له هر شي څخه زیات د ایران د مرکچي لوري د عمل د نوښت او د منطقي کړچار له کبله وبلل .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د واحد متن په هکله د ټولو مرکچي ډلو ترمینځ د ډله ییزې موافقې او د ایران د اسلامي جمهوریت جایزو غوښتنو ته د پام کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه د افغانستان په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي دریځ د بیانولو په ترڅ کښې په دغه هیواد کښې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل د اهمیت وړ وبلل او د افغانستان له خلکو سره یې د نړیوالې ټولنې د سمدستي مرستو غوښتنه وکړه .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یمن کښې د انساني شرایطو خرابیدا ته په اشارې سره هیله وکړه چې انګلستان په یمن کښې د جنګ او د تیري د دوام له کبله د انساني غمیزې د ختمولو لپاره په خپلو دندو عمل وکړي .
د بریتانیا خارجه وزیرې لیز ټرایس هم په ویانا خبرو کښې د لندن د دریځونو د بیانولو په ترڅ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د انګلستان ترمینځ مخ په ودې اړیکې د دواړو هیوادونو د ګټو تامینونکي وبللې او هیله یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کښې لندن وکولای شي ایران ته خپل ځنډول شوي پورونه ورکړي .
هغې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو او د انګلستان ملګرتیا ته اشاره وکړه او په دې لړ کښې یې د ایران د اغیز شیندونکي رول او ملګرتیا قدرونه وکړه .