ولسمشر رئيسي:
ايران له صربيا سره د تعلقاتو د پراختيا کلکه اراده لري
د ايران د اسلامي جمهوريت او صربيا ولسمشرانو پرون په ټيلفوني خبرو اترو کښې د تهران او بلګرادد ملګرتيانو د پراختيا مختلفو ظرفيتونو ته په اشارې سره په تېره بيا په اقتصادي او تجارتي برخو کښې د دواړو هېواد د لا زياتو تعلقاتو د مضبوطيه په لړ کښې له موجودو ظرفيتونو څخه په استفادې باندې تاکيد وکړ.
ايران او صربيا د کرهڼې، صنعت، معدنياتو، وداني جوړولو، انرجۍ، پېټروکېميکل، سياحت او کلتوري په شمول مختلفو برخو کښې د ملګرتياو د زياتولو لپاره يو لړ ښۀ ظرفيتونه لري.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي د صربيا د ولسمشر الېکزېنډر ووچيچ په ټيلفوني تماس کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت کلکه اراده لري چې د دواړو ملتونو د ګټو په لړ کښې له صربيا سره له مخکې زيات سياسي، تجارتي او اقتصادي تعلقات پراخه او مضبوط کړي.
الېکزېنډر ووچيچ هم په دغه تماس کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت تل خپلواکه دريځونه لرلي دي او په دې بنياد کولې شوو په نړيوالو مسائلو کښې له يو بل سره نزدې ملګرتياوې ولروو.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تېره هفته هم د صربيا خپل همرتبه ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد د ملي ورځې په رارسېدو د مبارکي په ويلو سره وويل: دواړه هېوادونه په دوو اړخيزو ، سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې د ملګرتيا لپاره يو لړ پراخه ظرفيتونه لري.