ایران د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112508-ایران_د_مینځنۍ_آسیا_له_هیوادونو_سره_د_هراړخیزو_اړیکو_پراختیا_غواړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: تهران د مینځنۍ آسیا له ټولو هیوادونو په تیره بیا ازبکستان سره د اړیکو د کچې د ورځ تر بلې پراختیا هرکلی کوي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 21, 2022 02:14 Asia/Kabul
  • ایران د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا غواړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: تهران د مینځنۍ آسیا له ټولو هیوادونو په تیره بیا ازبکستان سره د اړیکو د کچې د ورځ تر بلې پراختیا هرکلی کوي

سید ابراهیم رئیسي پرون د ازبکستان د مرستیال وزیراعظم او د دغه هیواد د پانګونې او تجارت د وزیر سردار عمر زاق اف په کتنه کښې، د کرهڼې، صنعت، ټرانسپورټ، انرجۍ او سیاحت  په شمول مختلفو اقتصادي برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل: نن د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو سیاسي اراده د هراړخیزو اړیکو په ژورتیا او پراختیا باندې ولاړه ده او هوډمن یو چې د ټولو ظرفیتونو په فعالولو سره د دواړو هیوادونو د غوړیدو او پیاوړتیا په لاره کښې لوړ ګامونه پورته کړو.

د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: د دواړو هیوادونو ګډ امکانات او ظرفیتونه د دغو دواړو ولسونو او د سیمې د ولسونو د ګټو د پوره کولو په لاره کښې راتلې شي.

ولسمشر رئیسي هم داشان ټینګار وکړ چې د ایران او ازبکستان تاریخي او کلتوري اشتراکات په نورو برخو کښې هم د تهران او تاشکند د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یوه مناسبه زمینه ده.

په دغې کتنې کښې سردار عمرزاق اوف هم دې ټکي ته په اشارې سره چې تاشکند د دواړو ولسمشرانو له ملاقاته وروسته بې له ځنډه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د لارې نقشه برابر کړې ده وویل: د ازبکستان د ولسمشر په ټینګار سره په دې سفر کښې د اقتصادي چارواکو او د پرائیویټ برخې د فعالانو یو لوړرتبه پلاوی له ما سره ملګری دی تر څو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د نقشې اجرايي لارې چارې وڅیړو او فاینل یې کړو.