د ایران ولسمشر قطر ته ورسېدل
Feb 21, 2022 08:56 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ګازو د صادروونکو هیوادونو په غونډه کې د ګډون او د قطرې چارواکو سره د خبرو اترو په موخه دوحې ته تللی دی.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسی چي د قطر د امیر په رسمي بلنه دې ته هیواد تللی دی ټاکل شوی دی چي د قطر له امیر «تمیم بن حمد آل ثانی» سره وګوري او د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو مسایلو په هکله خبري اترې وکړې.
د ایران ولسمشر په دغه دوه ورځني سفر کې د ګازو د صادروونکو هیوادونو په غونډه کې به وېنا وکړي او د یادو هیوادونو له چارواکو سره خبري اترې وکړي.
ټیګونه