د ایران په ضد ټول بندیزونه باید ختم کړای شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112534-د_ایران_په_ضد_ټول_بندیزونه_باید_ختم_کړای_شي
د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي ټیم سلاکار تاکېد وکړ چي په ایران باندې ټول لګېدلي بندیزونه باید لیري کړای شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 21, 2022 13:46 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد ټول بندیزونه باید ختم کړای شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي ټیم سلاکار تاکېد وکړ چي په ایران باندې ټول لګېدلي بندیزونه باید لیري کړای شي.

په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي ټیم سلاکار «محمد مرندي» پرس ټي وي سره په مرکه کې وویل: د ایران مرکچي پلاوې د هغه قانون پر بنیاد مذاکرات کوي چي مخکې له دې په پارلمان کې تصویب شوی و.

مرندي د دي په بیانولو چي لوېدیځ هیوادونه شرغواړي دي، زیاته کړه: په ویانا کې رواني خبري اترې ستونزمني دي او ایران هم له خپلو ټولو اوزارونو څخه استفاده کوي.

هغه ویلي چي په ویانا کې د ایران مرکچي پلاوې دغه حقیقت تعقیبوي چي د امریکې له لوري بېلابېل بندیزونه چي د بېلابېلو قوانینو له مخې په ایران لګېدلي دي، ټوله د فشار سیاست د کمپېن برخي دي چي باید لیري کړای شي، هغه که د ایټمي پروګرام، سیمه ایزي چاري، توغندوي وړتیاوې او یا هم د بشري حقوقو په پلمې سره لګول شوي وي.

په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت او د فرانسې، جرمني، برتانیې، چین او روسیې تر مینځ د برجام نړیوالي موافقې ته د امریکې د بیرته استنېدو او په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو د لیري کېدو په هکله خبري اترې دوام لري.