ایران په ویانا کې د اروپا او امریکې د پریکړي انتظار باسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112548-ایران_په_ویانا_کې_د_اروپا_او_امریکې_د_پریکړي_انتظار_باسی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د ویانا په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ایران د اروپا او امریکا د پریکړي انتظار باسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • ایران په ویانا کې د اروپا او امریکې د پریکړي انتظار باسی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي د ویانا په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ایران د اروپا او امریکا د پریکړي انتظار باسي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده خبریالانو ته وویل: ټول هغه بندیزونه چي د برجام له موافقې سره په ټکر کې دي او هغه بندیزونه چي په مختلفو نومونو سره لګول شوي او د ایران ګتي ګواښي باید لیري کړای شي؛ د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ دی چي د ویانا په مذاکراتو کې تر دې دمه تعقیب شوی دی.

د خطیب زاده په وېنا د ۱+۴ ډلي د هیوادونو او اروپا سره په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو سره له دې ځینې داسي جدي او مهم مسالې پاتي دي چي باید په اړه یې پرېکړه وشي.

هغه په ویانا کې د احتمالې موافقې په اړه د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر د وېناو په غبرګون کې وویل: هغه څه چي اسرائیلي رژیم ویلي، امریکې او اروپایي هیوادونو ته ورګرځي، هغوی تل له روانې جګړې څخه کار اخلي چي په نورو هیوادونو ډیپلماسۍ ضد اثرات پرې باسي.