د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند اسټریا ته ورغلی
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي بیګا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ د فني سلامشورو د ترسره کولو لپاره ویانا ته ورغی .
بهروز کمالوندي څو ورځې مخکې هم ویانا ته تللی و او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائل ګروسي سره یې کتنه او خبرې کړي وې او ورپسې د ایران د کرج په «تسای» ودانۍ کښې د اټومي اژانس د کیمرو د لګولو په هکله موافقه شوي وه .
دغه راز ویل کیږې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني هم بیګا تهران ته راستون شوی چې دلته له چارواکو سره مشورې وکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم پرون په تهران کښې د عمان له خارجه وزیر سره په ګډ خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د ویانا خبرې حساسې او مهمې مرحلې ته رسیدلي دي وویل امریکا تراوسه د خپل ښه نیت د ثابتولو لپاره هیڅ عملي اقدام نه دی ترسره کړی .