د افغانستان له خلکو سره د ایران مرستې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112662-د_افغانستان_له_خلکو_سره_د_ایران_مرستې_دوام_لري
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې په نیمروز ولایت کښې په اته سوه پنځوسو کورنیو باندې خوراکي مواد وویشل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 01:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خلکو سره د ایران مرستې دوام لري

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې په نیمروز ولایت کښې په اته سوه پنځوسو کورنیو باندې خوراکي مواد وویشل شول .

په افغانستان کښې د تیرو میاشتو له بدلونونو سره په یووخت د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې دوام لري .

له دې مخکې هم د ایران د بشر دوستانه مرستو په لسګونو پیټي د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې په اړمنو کسانو ویشل شوي دي .

د ایران د دغو مرستو په دوام کښې د خوراکي موادو یو پیټی چې وړه ، وریژې ، غواړي پکښې شامل وو د افغانستان د نیمروز ولایت په زرنج ښار کښې په اته سوه پنځوسو ضرورتمندو کورنیو باندو وویشل شو .

ایران مخکې هم د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې په اړمنو کسانو بشردوستانه مرستې وویشلې .

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د نوي سیاسي پړاو په پیلیدا سره تل د دغه هیواد خلکو ته بشردوستانه مرستې استولي دي .

د ژمي د موسم په پیلیدا سره د افغانستان له خلکو سره د ایران بشر دوستانه مرستې زیاتې شوي دي .