په ویانا کې د کار د بشپړولولپاره دې لویدیځوال مشخصې فیصلې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112694-په_ویانا_کې_د_کار_د_بشپړولولپاره_دې_لویدیځوال_مشخصې_فیصلې_وکړي
 د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم  پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ  له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم  دمشورو لپاره  تهران ته راستون شوی دی 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • په ویانا کې د کار د بشپړولولپاره دې لویدیځوال مشخصې فیصلې وکړي

 د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم  پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ  له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم  دمشورو لپاره  تهران ته راستون شوی دی 

  د ایران دایټمي مرکچي ټيم  مسئول  علی باقري   نن له ویانا د تهران په لور  له خوځيدا مخکې پخپل ټویټ کې لیکلی دي ،   هر څومره چې د خبرواترو نهائي مرحلې ته نزدې کیږو ،الزاما ورڅخه د تیریدا لپاره  هیڅ تضمین نشته . 

 باقری کني زیاته کړې ، دغه  کار ، د نهائي  ګام د پورته کولو لپاره   لازیاتې هوښیارۍ ، پیاوړي او  محکمو ګامونو ،لازیات خلاقیّت  او انډولیز کړچار ته ضرورت لري .

 د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم  پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ  له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم  دمشورو لپاره  تهران ته راستون شوی دی 

 په ویانا کې خبرواترو ، د ایران دمرکچي ټیم د نوښتونو په دلیل ، پرمختګونه تجروبه کړي دي  ، خو  د لویدیځوالو له لورې په تیره بیا د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت د غیر قانوني  اقداماتو  او د زیاتره دباؤ د سیاستونو له امله داوښتو تاوانونو د جبرانولو لپآره  دجوبایډن د حکومت لټي او ځنډ  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره ددغه هیواد په جدیّت کې دشکونو او د خبرواترو د بهیر د اوږدیدا سبب شوي دي .