د يوکرائن بحران يو نصيحت لرونکے عبرت کېدې شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112698-د_يوکرائن_بحران_يو_نصيحت_لرونکے_عبرت_کېدې_شي
د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې د يوکرائن له بحرانه د لويديځوالو د نصيحت او عبرت اخېستو په ضرورت تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2022 01:38 Asia/Kabul
  • د يوکرائن بحران يو نصيحت لرونکے عبرت کېدې شي

د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې د يوکرائن له بحرانه د لويديځوالو د نصيحت او عبرت اخېستو په ضرورت تاکيد وکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې علي شمخاني په خپل ټوئيټ کښې وليکل: د اروپا په يوې ډېرې ختيځې برخه کښې د بحران د رامنځته کېدو په وجه د مالي بازارونو نسکورېدو او د انرجۍ د بيې د پام وړ زياتېدو وښودله چې د نړۍ په ختيځه نيمه کره کښې په ټولو شکلونو کښې بې ثباتي او ناامني به د لويديځ ګټې له سختو زيانونو سره مخامخ کړي.

هغه زياته کړه، د يوکرائن بحران له نصيحته ډک عبرت کېدې شي.