په جنګ سره د اکراین مساله نه هواریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112712-په_جنګ_سره_د_اکراین_مساله_نه_هواریږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویندوی په اکراین باندې د روسیې د برید په غبرګون کې اعلان وکړ چي په امریکې باور نه دی پکار او جګړه د روانې کښالې د حل لاره نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2022 11:42 Asia/Kabul
  • په جنګ سره د اکراین مساله نه هواریږي

د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویندوی په اکراین باندې د روسیې د برید په غبرګون کې اعلان وکړ چي په امریکې باور نه دی پکار او جګړه د روانې کښالې د حل لاره نه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دولت ویندوی «علی بهادري جهرمي» په ټوویټر کې ولیکل چي په امریکې باندې تکیه د امنیت تضمینوونکی نه دی؛ روانې کښالې په جنګ سره نه حل کیږي.

له بلي خوا بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «سید ابراهیم رئیسی» د روسیې له ولسمشر سره په تماس کې وویل چي په ختیځه اروپا کې د روسیې د سرحداتو په لور د ناټو د بلاک پراختیا د روانو ټنشنونو د رامینځ ته کېدو لامل دی.

د ایران ولسمشر زیاته کړه: د ناټو پراختیا د سیمي او د نړۍ د خپلواکو هیوادونو د امنیت او ثبات لپاره ګواښ رامینځ ته کړې.

روسیه په اکراین باندې برید د یوې جګړې پیل نه بلکې د یوې لویي جګړې څخه د مخنیوی لپاره یو ضروري اقدام بللی دی.

اکراین چي له روسیې سره سرحد لري په دې وروستیو کې د ناټو په تړون کې د غړیتوب غوښتنه کړې وه، امریکې او اروپایي هیوادونو هم اکراین ته وسلو لېږد پیل کړی و.

روسیې د خپلو سرحداتو په لور د ناټو له پراختیا اندېښڼه ښودلې وه او له لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا له امریکې څخه غوښتنه کړې وه چي اکراین ته وسلو لېږد بند کړي.