د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مدیر تهران ته سفر کوي
د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مدیر د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه به په راتلونکو ورځو کې تهران ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده چي رافائل ګروسي په دغه سفر کې د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ تر مینځ د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو د څار پوري د اړوندو موضوعاتو د هوارولو په اړه له ایراني چارواکو سره سلامشورې وکړي.
د ایسنا له راپور سره سم، دیادي ایجنسۍ او د ایران د ایټمي انرجیو د ادارې د چارواکو تر مینځ د څو اوونیو مذاکراتو وروسته یوه کلي موافقه تر لاسه شوې ده.
داسي ښکاري چي د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ تر مینځ اړیکې د رغېدو په لور روانې دي.
د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ په وروستي راپور کې د دې ایجنسۍ له لوري د ایران د ایټمي انرجیو د څلورګونو سایټونو څخه د یو سایټ په هکله د پوښتنو او د پلټنو د دوسیې بندېدا د دواړو لورو د تعامل ښودنه کوي.
د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ تر مینځ ځینې موضوعات په ویانا کې د ایران او د ۱+۴ د هیوادونو تر مینځ د مذاکراتو د نه پرمختګ په اصلي لامل بدل شوي دي.
که تهران ته د ګروسي سفر د ایران او د ایټمي اینجسۍ تر مینځ د موضوعاتو له هوارولو سره مرسته وکړي، په ویانا کې به د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو بریاليتوب ته به هیلي زیاتي شي.