د ایران او 4+1ډلې خبرې اترې نهائي مرحلې ته په رسیدادي
درست پلاوي د اختلافاتو دختمیدا او نهائي مرحلې ته د نزدیکیدا خبره کوي چې البته بیا هم وئيل کیږي ، چې ځيني اساسی اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې د خبرواترو د اتم پړاؤ په دوام کې دایران او روسیې مرکچي ټيمونو پرون ناوخته په ویانا کې دوه اړخیزه غونډه هم جوړه کړې ده .
راپورونه ښئ درست پلاوي د اختلافاتو دختمیدا او نهائي مرحلې ته د نزدیکیدا خبره کوي چې البته بیا هم وئيل کیږي ، چې ځيني اساسی اختلافات هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي .
دایران اسلامی جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی ، چې هرڅومره مقابل لوری د یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو دختمولو لپاهر لازیات جدي چمتووالی ولرل شي او دبایکاټونو په لغوه کولو کې د ایران دنظر وړ لارې چارې دمنلو لپاره لا جدي اراده ولرل شي و نو نهائي موافقې ته د رسیدا وخت به لازیات لنډ شي .
داپه داسې حال کې دي چې بیګا د ایران او روسیې د مرکچي ټيم ترمینځ مشورې او خبرې اترې شوي چې وئيل کیږي ، نهایتا روانه اونۍ به دغه خبرې اترې ممکنه ده پاي ته ورسیږي . له دې مخکې د ایران د مرکچي ټيم مسئول علی باقري د درو اروپائي هیوادونو دمرکچي ټيم او دخبرواترو له غږملونکي آنریکا مورا سره کتنه او خبرې اترې کړي دي .