د IAEA مشر دځينو مشورو لپاره تهران ته راغی
(last modified Sat, 05 Mar 2022 01:23:09 GMT )
Mar 05, 2022 05:53 Asia/Kabul
  • د IAEA مشر دځينو مشورو لپاره تهران ته راغی

 د رافایل ګروسي دغه سفر په داسې شرائطو کې ترسره کیږي ،چې په ویانا کې  د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  د بندیزونو دختمولو په  خاطر خبرواترو اتم پړاؤ   دوام لري .  

فارس خبری اژانس راپور ورکړ ،  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس عمومی مدیر رافایل ګروسي بیګا  دیوه پلاوي په مشرۍ ا و  د یوې موافقې په اساس و ددغه نړیوال آژانس  او دایران داسلامی جمهوریت ترمینځ د تخنیکي ملګرتیاؤ د دوام په باب  د ایران له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو په خاطر تهران ته راغلی او د ایران دا یټمي انرژۍ د ادارې  مرستیال او ویندوي بهروز کمالوندي ئې هرکلی وکړ .

ټاکل شوې ده ګروسي  نن د ایران د ایټمي انرژۍ  د ادارې  له  مشر او دولسمشر له مرستیال محمد سلامي سره  لیده کاته وکړي .

 د رافایل ګروسي دغه سفر په داسې شرائطو کې ترسره کیږي ،چې په ویانا کې  د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  د بندیزونو دختمولو په  خاطر خبرواترو اتم پړاؤ   دوام لري .  

 داپه  داسې حال کې دي چې د ایران اسلامی جمهوریت  چارواکو تل ټینګار کړی،هرڅومره مقابل لوری د  یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو دختمولو لپاره  لازیات جدي چمتووالی ولرل شي او  دبایکاټونو په لغوه کولو کې د ایران   د نظر وړ لارې چارې دمنلو لپاره  لا جدي اراده  ولرل شي و نو  نهائي موافقې ته د رسیدا وخت به لازیات لنډ شي .