اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپلواکه کړچار ولري
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په حرفه اي او بې طرفه کړچار ټینګار وکړ .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافایل ګروسي سره په کتنه کښې د تهران له سوله ییز اټومي صنعت د ملاتړ په شمول د پلټنې او د څارنې له بحثونو څخه په ورهاخوا زمینو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ملګرتیاو او د اړیکو د پیاوړي کولو غوښتنه وکړه .
حسین امیر عبداللهیان هیله وکړه چې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ په ترسره شوي تفاهم او خبرو اترو سره له مخکې څخه زیات د دوه اړخیزه موافقو د اجرايي کیدا زمینه برابره شي .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د کړکیچ په رامینځته کولو او د اختلاف په اچولو کښې د صهیونیسټ رژیم رول ته په اشارې سره د اټومي انرژۍ له سازوکارونو څخه د صهیونیسټ رژيم د هر ډول ناوړه استفادې په هکله د اټومي اژانس د مشر رافائل ګروسي پام جلب کړ .
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي هم د دغه اژانس په فني او حرفه اي کړچار باندې ټینګار سره د ملګرتیاو او د اړیکو په پیاوړتیا او د خلاقانه لارو چارو په موندلو ټینګار وکړ .