د ایران پارلیمان په عربستان کښې د شیعه مسلمانانو غیرانساني اعدام وغنده
د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر په سعودي عربستان کښې د شیعه مسلمانانو د غیرانساني وژنې په غندنه کښې د نړیوالو ټولنو له خوا د چپتیا د ماتیدو غوښتنه وکړه
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د پارلیمان مرستیال مشر علي نیکزاد د اسلامي شورا په نننۍ ډاګینې غونډې کښې وویل چې د دغه ارګان غړي په سعودي عربستان کښې شیعه مسلمانانو ته په غیرانساني توګه د مرګ سزا په حقه غندي.
هغه زیاته کړه چې دا کار غیرانساني دی او اوس له نړیوالو ټولنو تمه دا ده چې چپتیا ماته کړي، که څه هم له دغو نړیولو ټولنو، این، جي او ګانو او نورو ارګانونو باندې چې د بشري حقوقو د دفاع لاپې وهي، هیڅ هیله او امید نه لرو.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت پرون د بشري حقوقو د خلاف ورزیو په دوام کښې په یوه ورځ د ۸۱ کسانو د اعدام یعنې د سر وهلو حکم اجرا کړ.
په اعدام شویو کښې ۴۱ تنه د عربستان د قطیف سیمې شیعه ځوانان دي او اووه تنه یمني ښاریز دي چې له دې مخکښې د سعودي حکومت له خوا په مختلفو پلمو نیول شوي وو او زنداني وو.