په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۷۲کسان قربانی کړل
(last modified Sat, 19 Mar 2022 11:41:02 GMT )
Mar 19, 2022 16:11 Asia/Kabul
  •  په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۷۲کسان قربانی کړل

په درملنې پسې تر دې دمه شپږمیلیون اته لکه اولس زره  دوه سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور  راکړ، دایران دورغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل، په درست ایران کې په تیر شواروز کې  دکرونا ویروس له امله د نورو دوه اویا کسانو په مړینې سره ، تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه دیرش زره پنځه سوه پنځوسو تنو ته زیات شوی دی .

په راپور کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې  همداراز د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس و  په کرونا ویروس نور  یو زر درې سوه درویشت ککړ کسان پیژندل شوي  چې دوي سره په ټول کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم اوه  میلیون یو لک نهه دیرش زره دوه سوه اتلسو کسانو ته ورسید . او همداراز په درملنې پسې تر دې دمه شپږمیلیون اته لکه اولس زره  دوه سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

په دغه راپور کې دغه راز وئيل شوي دي چې  په تیر شواروز کې  په ایران کې دکرونا واکسنو  یو لک درې زره ډوزه   پیچکاري شوي دي .