د ایران د پوځ مځکنی ځواک په ماډرن تجهیزاتو سنبال دی
د ایران پوله ساتونکي په ماډرن رودو او مکانیزم سره امنیت ټينګوي او له ماډرن کیمرو او خبرداری ورکولو آلو اوسیګنلو او نورو سسټمونو څخه استفاده کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکي امیر البحر حبیب ا... سیاري نن په یولړ څرګندونو کې ټینګار و کړ ، مځکنی ځواک د ایران په لویدیځي پولو کې او هم په ختیځي پولو کې په قدرت سره شتون لري او دسیمې د امنیت په ټينګولو سره ، له هرډول ګواښ سره مقابلې ته تیار دی .
د ایران دپوځ دمځکني ځوا ک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدري هم له دې مخکې ددغه پوځي ځواک په جوړښت کې د درو بنیادي بدلونونو خبر ورکړی ؤ .
د ایران دمځکني ځوا ک قوماندان وئيلي ، دغه بدلونونه ، دوسلو او تجهیزاتو په حوزې کې له راتلونکو ګواښونو سره په تناسب کې بدلونونه دي .
امیر تورن جنرال حیدري همداراز د آب وهوا شرائطو سره په تناسب کې د تاکتیکونو ،ټکنیکونو او عملیاتو دبرابرولو خبر هم ورکړی دی .
هغه دغه راز وئيلي دي ، د ایران پوله ساتونکي په ماډرن رودو او مکانیزم سره امنیت ټينګوي او له ماډرن کیمرو او خبرداری ورکولو آلو اوسیګنلو او نورو سسټمونو څخه استفاده کوي .