سپرلی د هیلې بیلګه دی او خزان تلونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113720-سپرلی_د_هیلې_بیلګه_دی_او_خزان_تلونکی_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران له ملت سره د ټیلي ویژن او راډیو له لارې ژوندې وینا کښې په دې خبرې سره چې د ټولو حرکتونو او پرمختګونو سرچینه هیله ده وویل:
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 21, 2022 15:41 Asia/Kabul
  • سپرلی د هیلې بیلګه دی او خزان تلونکی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران له ملت سره د ټیلي ویژن او راډیو له لارې ژوندې وینا کښې په دې خبرې سره چې د ټولو حرکتونو او پرمختګونو سرچینه هیله ده وویل:

:ویناوال او لیکوالان په خلکو کښې هیله رامینځته کړي. د هیلې زمینې کمې نه دي پریږدئ چې دښمنان  د ایران د خلکو په هیله من کیدا غصه شي .

 د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  د نوروز په هکله وینا نن مازیګر څلور نیمې بجې له KHAMENEI.IR    اینټرنیټ سایټ او د راډیو او ټیلي ویژن چینلونو په ژوندې بڼه خپره شوه. د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ځینې مهم ټکي په دې ډول دي .

دا ذریم نوروز دی چې د حضرت علي بن موسی الرضا په حرم کښې له شتون څخه محرومه یوو. په همدې خاطر اه همدغه ځایه هغه ته سلام وایو.

 د ایران د نوروز او د سپرلي د دغه اختر په هکله ځینې ټکي شته چې کله نه کله مو بیان کړل.

 یو ټکی له ذکر ، دعل او معنویت سره د دغه اختر اخښل کیدل دي .

شاید د کال په لومړیو اخترونو کښې په ملتونو کښې بې ساری دی چې د ایران خلک  دغه ملي اختر له دعا او عبادت سره یوځایې کوي.

بیګا د نوي کال د سپارل کیدا په وخت د ایران بیلا بیلو خلکو نوی کال په دعا سره نوی کال پیل کړ.

سپرلی  د امید بیلګه  دی د خزان موسم او د پاڼو د ریژیدا موسم حتما تلونکی اوتاندوالی او راټوکیدل حتمي دي .

بل ټکی د ایران د خلکو د ذوق په هکله دی چې سپرلی یې  د نوي کال پیلیدل ګرځولی دی.

سپرلی  د هیلې ، د تاندوالي او د راټوکیدا پیغام لري او دغه هیله  شعبان د میاشتې لع یو ځایې کیدا سره نړره هم زیاته شوه.

امید د ټړلو حرکتونو او پرمختګونو سرچینه ده.ویناوال او لیکوالان هیله رامینځته کړي.

خدای پاک  د ایران د ملت لپاره   هیلې سریزې برابرې کړي دي .

د دې علت چې نوي کال په لومړی ورځ اقتصادي بحث مطرح کوو د اقتصاد د اهمیت په خاطر  دی او که چیرې اقتصاد له عدالت سره یوځاې وي د پرمختګ ټولې زمینې فعالیږي