د ایران پر ټولوپولو بشپړ امنیت واکمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113736-د_ایران_پر_ټولوپولو_بشپړ_امنیت_واکمن_دی
سردارګودرزي ټينګار وکړ ، نن سبا په  پوځ کې  په تیره بیا سرحد ساتونکي   دولایت  سربازان پخپل ټول توان سره  د دښمنانو اوپرَدَیو  پّ وړاندې د هیواد د امنیت او اقتدار  دفاع کوي او اجازت نه ورکوي ،  پر دغه اقتدار اوا منیت  کومه دَبه ولګیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2022 01:53 Asia/Kabul
  • د ایران پر ټولوپولو بشپړ امنیت واکمن دی

سردارګودرزي ټينګار وکړ ، نن سبا په  پوځ کې  په تیره بیا سرحد ساتونکي   دولایت  سربازان پخپل ټول توان سره  د دښمنانو اوپرَدَیو  پّ وړاندې د هیواد د امنیت او اقتدار  دفاع کوي او اجازت نه ورکوي ،  پر دغه اقتدار اوا منیت  کومه دَبه ولګیږي .

ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ، دایران داسلامی جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان  سردار احمد علی ګودرزي  پرون مازدیګر د ایران په لویدیځ کې  دکرمانشاه ولایت د قصرشرین  سرحدي غونډ  له پوله ساتونکو سره  د نوروز  دنیکمرغه اختر په مناسبت په لیدنې کې ووئيل ،  داسلامی ایران  سرحد ساتونکي  نن سبا په بشپړ اقتدار سره  د دښمنانو هرډول ګواښ ته  ځواب وئيلو ته  تیار  دي .

سردارګودرزي ټينګار وکړ ، نن سبا په  پوځ کې  په تیره بیا سرحد ساتونکي   دولایت  سربازان پخپل ټول توان سره  د دښمنانو اوپرَدَیو  پّ وړاندې د هیواد د امنیت او اقتدار  دفاع کوي او اجازت نه ورکوي ،  پر دغه اقتدار اوا منیت  کومه دَبه ولګیږي .

سردار احمدعلی ګودرزي  په پاي کې  د لویدیځي پولو  په تیره بیا دکرمانشاه ولایت سرحدي امنیت  ډير مناسب وبالۀ او  د پوله ساتونکي ځواک او په سرحد کې د اوسیدونکو  د شپه ورځ هڅو  قدرونه وکړه .

  د ایران په لویدیځ کې  کرمانشاه ولایت له عراق سره   درې  سوه یواویا کلومیټره  ګډه پوله لري