ایران داسلامي نړۍ د غږمله او خپلواکه غږانعکاس ته هوډمن دې
ایران د یواړخیزه او ګټه غواړی سیاسی کتنې په ځای د اسلامی نړۍ اصلی ایډیالونو ته په ژمنتیااو غږملتیاباور لری .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د فلسطین د دفاع په شمول د اسلامي ملګرتیا سازمان ایدیالونو ته د پایبندۍ لپاره د دغه سازمان له غړیو د اسلامی ایران تمو ته په اشارې سره ټینګار وکړ ایران داسلامي نړۍ د غږمله او خپلواکه غږانعکاس ته هوډمن دې .
سعید خطیب زاده چی د اسلامی ملګرتیا سازمان د خارجه وزیرانو په ۴۸ غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفرکړې دې ، نن له ایرنا سره په خبرو کې زیاته کړه ایران د یواړخیزه او ګټه غواړی سیاسی کتنې په ځای د اسلامی نړۍ اصلی ایډیالونو ته په ژمنتیااو غږملتیاباور لری .
خطیب زاده زیاته کړه اسلامی نړۍ نن له یمن نیولی تر سوریې او نیواکی فلسطین تر ټاټوبیو له جدی چیلنجونو سره مخامخ ده .