د صهیونیسټ رژيم ژوند د نورو هیوادونو له ناامنۍ سره تړلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113816-د_صهیونیسټ_رژيم_ژوند_د_نورو_هیوادونو_له_ناامنۍ_سره_تړلی_دی
زمونږ خبریال وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو په دفتر کښې د دایران دائمي استازي او سفیر «اسماعیل بقایي هامانه »وویل د قدس د نیواکګر رژیم ژوند په نورو هیوادونو کښې د بې ثباتۍ له رامینځته کولو سره تړلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 07:48 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم ژوند د نورو هیوادونو له ناامنۍ سره تړلی دی

زمونږ خبریال وايي په جینیوا کښې د ملګروملتونو په دفتر کښې د دایران دائمي استازي او سفیر «اسماعیل بقایي هامانه »وویل د قدس د نیواکګر رژیم ژوند په نورو هیوادونو کښې د بې ثباتۍ له رامینځته کولو سره تړلی دی .

هغه د عراق په اربیل سیمه  کښې د صهیونیسټ رژیم د فساد د ځالې په له مینځه وړلو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د اسرائیلو رژيم د استازي چټي خبرو ته په غبرګون کښې دې ته په اشارې سره چې صهیونیزم هم ذاتا او هم د خپل پیدایش پراساس بې ثباتۍ رامینځته کوونکی عنصر دی ډاګینه کړه هغه ځواک چې صهیونیسم ساتي د لویدیځ او د اسلامي ټولنو ترمینځ تاوتریخوالی دی او په بل عبارت صهیونیزم یوازې د نورو هیوادونو د بې ثباته کولو له لارې د نورو هیوادونو په بیه وده کولای شي .

په جینیوا کښې په ملګروملتونو دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر اسماعیل  بقایي هامانه په دوام کښې وویل دا هماغه منطق دی چې یوه بشپړه اپارتائیډ نظام رامینځته کړی دی چې احساس کوي حق لري بې ګناه فلسطینیان تر خپلې سلطې لاندې ورولي او وژله او ژوبله رامینځته کړي او د فسطین د خلکو ځمکې ونیسي او د هغوې کورونه وران کړي .

هغه له داعش ترهګرې ډلې سره د صهیونیسټ رژيم ملګرتیاو ته په اشارې سره وویل دا کومه حیرانوونکي خبره نه ده چې صهیونیسټ رژیم د ترتولو سخت ځواک په توګه د ایران د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک چې په سیمه کښې یې د داعش ، د تاوتریخوالي او د ترهګرۍ او د سرزورۍ په جرړه ایستلو کښې مرسته وکړه  غصه دی .