ګاونډي هیوادونو ته د ایران صادرات ۷۰ فیصده زیات شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114028-ګاونډي_هیوادونو_ته_د_ایران_صادرات_۷۰_فیصده_زیات_شوې_دي
د ایران د خارجه وزارت اقتصادي مرستیال ګاونډي هیوادونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو له ۷۰ نه تر ۱۲۰ فیصده پورې زیاتوالي خبر ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • ګاونډي هیوادونو ته د ایران صادرات ۷۰ فیصده زیات شوې دي

د ایران د خارجه وزارت اقتصادي مرستیال ګاونډي هیوادونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو له ۷۰ نه تر ۱۲۰ فیصده پورې زیاتوالي خبر ورکړی دی

مهدي صفري زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: څلور میاشتې مخکښې د شانګهايي له غونډې او د دغه سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له کتنې وروسته، د ایراني محصولاتو په صادراتو کښې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

صفري زیاته کړه چې ترکمنستان ته د ایران صادراتو په تیرو څلورو میاشتو کښې ۷۰ سلنه، ازبکستان ته ۱۰۰ سلنه، قزاقستان ته ۱۱۲ سلنه او قرقیزستا ته ۶۰ فیصده او هم داشان تاجکستان ته ۱۰۰ فیصده وده لرلې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغو څلورو میاشتو کښې د ایران او روسیې ترمینځ د دوه طرفه تجارت اندازه ۶،۴ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې چې ۱،۱ میلیارډ ډالر یې، روسیې ته د ایران د صیفي جاتو یا دالونو په صادراتو پورې اړونده ده.

هغه هم داشان وویل چې له عراق سره د ایران د مبادلاتو اندازه هم ۱۵ میلیارډ ډالرو ته نزدې شوې ده.