د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان چین ته ولاړ
د چین د خارجه وزارت د اعلان په اساس د ایران ، پاکستان ، روسیې ، تاجیکستان ، ترکمنستان او ازبکستان خارجه وزیران او استازي سره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقی به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړی .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په دریمه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ .
د چین د خارجه وزارت د اعلان په اساس د ایران ، پاکستان ، روسیې ، تاجیکستان ، ترکمنستان او ازبکستان خارجه وزیران او استازي سره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقی به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په غونډه کې ګډون وکړی . دغه غونډه سبا او بل سبا ترسره کیږی .
له بل پلوه د ایران او پاکستان خارجه وزیران به هم د دغې غونډې په ترڅ کې سره کتنه او خبرې اترې وکړی .
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو لومړنۍ غونډه د تیر کال د وږي میاشتې په ۱۷ د پاکستان په کوربتوب په مجازی ډول ترسره شوی وه .