د فلسطیني ملت ایډیال په ملاتړ د ایران ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114078-د_فلسطیني_ملت_ایډیال_په_ملاتړ_د_ایران_ټینګار
ویل شوی دی چی ایران ، د یوکرین کړکیچ او له صیهونیسټ رژیم سره د عربی هیوادونو د اړیکو د عادی کولو موضوع د دغې غونډې چورلیزونه وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • د فلسطیني ملت ایډیال په ملاتړ د ایران ټینګار

ویل شوی دی چی ایران ، د یوکرین کړکیچ او له صیهونیسټ رژیم سره د عربی هیوادونو د اړیکو د عادی کولو موضوع د دغې غونډې چورلیزونه وو .

 

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب په نیواکي فلسطین کې د شرارت غونډې ترسره کیدا چې د امریکا خارجه وزیر بلیکن په شتون کې د صهیونیسټي رژيم  او د مصر ، اماراتو، بحرین او مراکش خارجه وزیرانو شتون درلود، محکومه کړې او دا ئې د فلسطین د آ زادۍ له ایډیال سره  خیانت وبالۀ

دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت  ویندوی  په نیواکي فلسطین کې د قدس شریف  له غاصبانو او ظالمانو سره د  دفلسطین له آئيډیا سره د خائنانو د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره  ټينګار وکړ ، د قدس له نیواکګرو او ترهه ګرو صهیونیسټانو سره داړیکو په عادي کیدا او ټينګیدا کې  هرډول اقدام ، د فلسطین دمظلوم ملت پر  شا د  خنجر ګوزار  او دفلسطین د مظلومو خلکو د وژلو او  د فلسطین د ټاټوبي د  نیواک  په دوام کې  داسرائيلو  ماشوم وژونکي رژيم ته  ډالۍ ده . سعید خطیب زاده  روښانه کړه ، تاریخي تجروبې ښودلې ده چې  د سازباز او تسلیمیدا بهیر  د دوي د ملاتړو له ذلالت او ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې  او د فلسطین ټاټوبی به د فلسطین د ملت  له مقاومت  او د اسلامی حکومتونو او ملتونو  له ملاتړ پرته آزاد نه شي .

ویل شوی دی چی ایران ، د یوکرین کړکیچ او له صیهونیسټ رژیم سره د عربی هیوادونو د اړیکو د عادی کولو موضوع د دغې غونډې چورلیزونه وو .

له هغو ګواښونو سره سره چی عربان یې د فلسطین د ملت د ایډیالونو په وړاندې لري ، اماراتو ، بحرین ، سوډان او مراکش د ۲۰۲۰ کال له ستمبر تر دسمبره له صیهونیست رژیم سره اړیکي عادی کړې .

صیهونیست رژیم هڅه کوی نوموړی غونډه په خپل ګومان په سیمه کې د دغه رزیم د اجماع جوړولو او ساز باز په بهیر کې تاریخی اقدام ونوموی ، خوهغه شرایط چی تل ابیب او ملاتړي یې اوس لري ، د دغې ادعا اپوټه ښی ، صیهونیسټ رژیم که څه هم د امنیت شورا د دایمي غړیو په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دې خو په سیمه ایزه سویه په دې دلیل چی د سیمې زیاتره هیوادونو د دغه رژیم موجودیت او په نیواکی ټاټوبیو د هغه حاکمیت حق په رسمیت ندې پیژندلې ، د روا والی له بحران سره مخامخ دې .

په افریقایی اتحادیه کې د صیهونیسټ رژیم د غیردایمی غړیتوب د غوښتنې ردیدا ، په دغه رژیم د سیمې او نړۍ د مسلمانو ملتونو د اعتراضونو زیاتیدااو د فلسطینی ځوانانو د مقاومت پراختیا او د عادی کولو غندنه هغه بیلګې دي چی نه روا والې او همداراز د صیهونیست رژیم د زیاتې انزوا ښودنه کوی .

دا په داسې حال کی دي چی اماراتی او بحرنی چارواکی هڅه کوی له صیهونیست رژیم سره د اړیکو عادی کول د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادی ګټو لرونکي وبولي ، خو دهغو عربی لومړنیو هیوادونو په توګه د مصر او اردن تجروبه چی له تل ابیب سره یې د خپلو اړیکو عادی کولو اقدام کړې دې ، د دغو تبلیغاتو په اپوټه نتیجه ښی ، په دې ډول چی د کارپیژاندو په باور دغه دواړه هیوادونه له اسراییلو او امریکا سره د صادراتی موافقې او ګازی تړونونو په دلیل د کلنګ غوښتنې او اقتصادی تاوانونو په خطر کې راغلي دي .

څرګنده ده چی صیهونیست رژیم په نیواکګرۍ کې اوږدې مخنیې اوفلسطینی ملت پرضد انساني ضد رویوته په پام سره هیڅکله په  هغو سوله ایزو اړیکو چی د سیمې د مسلمانو ملتونو د ګټو تضمینونکی وی ، ندې او په سیمه کې له انزوا د وتلو ، د اسلامي ټولنو د کمزورتیا او همداراز د نیواکګري  او پراختیا غوښتنې په دوام پسې دې . امریکا هم د دغه ډول غونډو په ترسره کولو سره هڅه کوی په سیمه کې خپلو متحدو هیوادونو ته ډاډ ورکړي حتی د ایټمی موضوع په اړه له ایران سره له احتمالی موافقې وروسته هم د دغو هیوادونو ملاتړ ته دوام ورکړي .