په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۳۶کسان قرباني کړل
کرونا تردې دمه په نړۍ کې شپږ میلیون یو لک نهه څلویښت زره کسان قرباني کړي او تر دې دمه دآلفا،بټا ،ګاما او ډلټا او دغه راز د اومیکرون پشمول خطرناک جنیټيکي څلورو ډولونو کې دنړۍ خلک ککړ کړي دي .
د ایران د روغتیائي چارو وزارت له خوا په خپرې شوي اعلامیې کې وئيل شوي دي ،د کرونا ویروس دککړتیا له امله په تیر شواروز کې د نورو شپږ دیرشو کسانو په مړینې سره په ټول کې په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک څلویښت زره دوه سوه څلویښت تنو ته رسیدلی دی .
په راپور کې وئیل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشحیص د نړیوالو معیارونو په اساس ، دوه زره دوه سوه څلور شپیته کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي درې سوه پنځلس کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
داهم وئيل شوي چې ددغو کسانو په ککړتیا سره په درست هیواد کې تردې دمه اوه میلیون ، یو لک څلورشپیته زره څلور سوه پنځه اتیا کسان ککړ شوي او همداراز له نیکمرغه په درملنې پسې تر دې دمه شپږ میلیون اته لکه اوه اویا زره اته سوه څلور دیرش کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
کرونا تردې دمه په نړۍ کې شپږ میلیون یو لک نهه څلویښت زره کسان قرباني کړي او تر دې دمه دآلفا،بټا ،ګاما او ډلټا او دغه راز د اومیکرون پشمول خطرناک جنیټيکي څلورو ډولونو کې دنړۍ خلک ککړ کړي دي .