افغان طلابو د امام رضا (ع) په حرم کښې جنايت وغندۀ
په ايران کښې مېشته افغان طلابو په يوې بيانيه کښې د امام رضا (ع) په حرم کښې د بې حرمتۍ او جنايت په غندلو سره وويل، بې له شکه استکبار او په سيمه کښې يې نوکران د دغه جنايت اصلي عاملان دي.
د اېرنا د رپوټ له مخې په ايران کښې مېشته افغان طلابو په دغه بيانيه کښې راغلي دي د امام رضاء (ع) په پاک حرم کښې د فعالو ديني علماو د شهادت او ژوبلېد دردناک خبر مونږ په سخت غم او درد اخته کړوو.
دغه بيانيه زياتوي بې له شکه په دغه پېښه کښې د استکبار او په سيمه کښې يې نوکران د دغې پېښې اصلي عاملان دي چې د اسلامي امت ترمطنځ تفرقه او بې اتفاقي رامنځته کړي.
په دغه بيانيه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له دوست او ورور ملت په تېره بيا د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل شول چې د دغې ترهه ګريزې پښې کورني او بهرني عوامل دې وپېژني.
پرون مازيګر په مشهد کښې د اهلبېتو اتم امام حضرت امام رضا (ع) د حرم په پېغمبراعظم (ص) نومې انګڼ کښې يو تکفيري کس په دريو ديني عالمانو زائرانو په چاقو سره حمله وکړه، د دغې حملې له کبله يو ديني عالم شهيد او دوه نور ژوبل شول او روغتون ته يوړل شول.
حمله کؤنکے کس هم د امنيتي ځواکونو او حفاظتي عملې په لاسو ونيول شو او د ايران د اطلاعاتي او امنيتي عواملو په اختيار کښې دے.