د ايران سني عالمان:
تکفيري – وهابي ډلې د اسلام اصلي دښمنان دي
د ايران د مختلفو سيمو سني عالمانو د امام رضا (ع) په حرم کښې د جنايت په غندلو سره تکفيري – وهابي ډلې د اسلام اصلي دښمنان او د امريکې او اسرائيلو نوکران وبلل.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخط د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې سني عالمانو، د رهبرۍ د خبرګانو د شورا غړي او د ايران سني عالم، مولوي نذير احمد د ايران د ميرجاوې ښار د جُمعې سني عالم مولوي عبدالرحيم رېګيان پور، د ايران د سرباز ښار د جُمعې سني امام مولوي عنايت ا... رسولي او همدارنګ د ايران د شمالي خراسان صوبې سني علماؤ په بيله بيلو بيانيو جاري کولو سره د امام رضا (ع) په حرم کښې دغه ترهه ګريزه حمله په سختو الفاظو سره وغندله او وې ويل چې هر څوک د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې اچولوکوشش کوي په قطعي توګه کافر دے.
په دغو بيانيو کښې همدارنګ راغلي دي د روژې په مبارکه مياشت کښې په رضوي حرم کښې په زائرينو علماو باندې حمله او بې حرمتي د هر مسلمان او غېر مسلمان وجدان لرونکي انسان له نظره سخته غندېدونکې چاره ده.
په دغو بيانيو کښې د مسلمانانواتحاد او امنيت ګډوډونکو عناصرو سره د سخت چلند کولو غوښتنه شوې ده.
په دغو بيانيو کښې دا هم ويل شوي چې د شهيد جنرل قاسم سلېماني په وسيلې او قربانۍ سره په سوريې او عراق کښې د امريکې ، اسرائيلو او تکفيري ډلو د دسيسو او نقشو د ناکامۍ او همدارنګ په نړۍ کښې له اسلامه د ويرونې په پروژو کښې دخپلې ماتې د درمان لپاره په داسې ناځوانمردانه اقداماتو لاس پورې کوي چې د مسلمانانو د اتحاد او يووالي په ذريعې سره به يې دغه غېر انساني او ناځوانمردانه سازشي اقدامات ناکامه شي.