ولسمشر رئيسي:
په مشهد کښې جنايت د امريکائي تکفيري عناصرو لخوا شوےدے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د جنايت په غندلو سره وويل: په قطعي توګه دغه ترخه پېښه د منحرفو او د امريکائي تکفيري ډلو ترتاثير لاندې عناصرو لخوا ترسره شوې ده.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې سيد ابراهيم رئيسي په يو پېغام کښې وويل: د حضرت امام رضا (ع) په پاک حرم کښې چې له ډول دين او مذهب نه بالاتر د نړۍ د ټولو پتياليو او ننګياليو انسانانو لپاره د امن ځاے دے پرونۍ پېښه زما بنده د دغه رئوف امام د ټولو مينه والو د غمجنېدو او زړۀ دردېدو سبب شوه.
ولسمشر زياته کړه، چې دغه پېښه به له مخکې زيات د اسلام او اسلامي ايران د مينه والو د وحدت او يووالي سبب شي او په نتيجه کښې به يې د انحرافي ډلو رسوائۍ رامنځته شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د هېواد د اطلاعاتو وزارت وګمارۀ چې د نورو ذي صلاح ادارو په ملګرتيا سره دې په ډېرې چټکۍ سره د پرونۍ ورځې د پېښې عوامل وپېژني او تعقيب کړي او نتيجه دې عوام ته اعلان کړي.