د تفرقې، انحراف او تکفیر بهیر ستره غمیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114440-د_تفرقې_انحراف_او_تکفیر_بهیر_ستره_غمیزه_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د نظام د مصلحت د پیژندنې د ټولنې مشر ایت الله صادق املي لاریجاني ټینګار وکړ په سیمه کښې د تفرقې ، د انحراف او د تکفیر بهیر یوه ستره غمیزه ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 07, 2022 04:57 Asia/Kabul
  • د تفرقې، انحراف او تکفیر بهیر ستره غمیزه ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د نظام د مصلحت د پیژندنې د ټولنې مشر ایت الله صادق املي لاریجاني ټینګار وکړ په سیمه کښې د تفرقې ، د انحراف او د تکفیر بهیر یوه ستره غمیزه ده .

هغه په یوه پیغام کښې د حضرت امام رضا علیه السلام د حرم د سپکاوي د غندلو په ترڅ کښې وویل د رمضان په رحمت او مغفرت میاشت کښې په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کښې له خواشینۍ او له غم څخه د ډک جنایت پیښه چې د مشهد د دوو سپیڅلیو جهادګرانو د شهادت او د ژوبلیدا سبب شوه خواشینونکي چاره ده .

په تیرې سه شنبې ورځ په مشهد کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم په پیامبر اعظم صحن کښې یوه تفکیري په چاقو سره په دریو روحانیانو باندې حمله وکړه چې له کبله یې یو عالم شهید شو او دوه نور ژوبل شول او روغتون ته یوړل شول .

حمله کونکی  کس نیول شوی او د ایران د امنیتي او استخباراتي ادارو په لاس کښې دی .